بدخشان ولایت کې د سنګ مهر کانال د پاکاري او لای روبي چارې پیل شوې

MEW-Media
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۴ - ۱۰:۳۷
1

د بدخشان ولایت په مرکز فیض آباد ښار کې د سنګ مهر کانال د پاکاري او لای روبي چارې د بدخشان د اوبو او انرژي رئیس محترم مولوي صبغت الله قانع، د نوموړي کانال د اوبو ټولنې د رئيس او د شلتر فار لایف دفتر د استازي په شتون کې پیل شوې.

په دغه پروژه کې ۷۰ کسانو ته د کار زمینه چمتو شوې چې هر کس ته د میاشتي ۶۴۰۰ افغانۍ ورکول کېږي.

دغه کانال ۲۲ کیلو متره اوږدوالی لري، چې د پاکاري او لای روبي چارې یې د شلتر فار لایف دفتر په مالي لګښت د بدخشان د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۶:۴۷
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۶:۴۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۴:۵۱
Background image

بیرته تګ

User account menu