اوبو او انرژي وزارت کې د وسایطو د ساتنې او مراقبت سمینار ترسره شو
یاد سمینار د اوبو او انرژي وزارت د اداري رئيس محترم مولوي حمیدالله دلاور، د وزارت د ټرانسپورټ څانګې مسؤل او د ټراسپورټ او هوایي چلند وزارت د استازو په ګډون د اوبو او انرژي وزارت د موټرچلوونکو لپاره ترسره شو.
د وسایطو د ساتنې او مراقبت د سیسټم ښوونیز سمینار د نقليه وسایطو په اړه د موټر چلوونکو د مکلفیتونو، د وسایطو د ظاهري بڼې د څېړلو، د وسایطو د اړینو برخو په ځانګړې توګه د سون توکو د برخې د کنټرول او نورو مکلفیتونو د پوهاوي په موخه په لاره اچول شوی وو.
د یادونې وړ ده، چې یاد سمینار د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا مقام د ۳۲ ګڼې مصوبې د هدایت پر بنسټ د ټولو دولتي ادارو لپاره د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د تخنیکي مسؤلینو له خوا وړاندې کېږي.
