اوبو او انرژي وزارت کې د "مالي چارو د لګښت اسنادو چمتوکولو میکانیزم" ترسر لیک لاندې د وړتیا لوړونې ښوونیزه برنامه ترسره شوه

MEW-Media
شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۱۳:۵۱
1

د کارمندانو د وړتیا لوړونې برنامو د لړۍ په دوام، دغه دوه ورځنۍ ښوونیزه برنامه د "مالي چارو د  لګښت اسنادو چمتوکولو میکانیزم" ترسر لیک لاندې د اوبو او انرژي وزارت د مالي او اداري عمومي ریاست تر چتر لاندې د مالي او حسابي ریاست په همکاري د کارکوونکو د چارو ریاست له لوري ترسره شوه.

دغه برنامه چې د مالي چارو په پرمخ وړلو کې د اړینو آسانتیاوو د چمتوکولو او په دې برخه کې د شته ننګونو هوارولو او لارو، چارو په موخه ترسره شوې وه، له مرکز او ولایتونو څخه د مالي او ادارې څانګې لسګونو تنو کارمندانو پکې ګډون در لود.

د یادونې وړ ده، چې د دغه ډول برنامو جوړول د دغه وزارت د کارمندانو د کړنو د غوره‌والي او د چوپړتیاوو وړاندې کولو په برخه کې اغېزمن رول لري او د دغه وزارت د کارکوونکو چارو د ریاست له لوري به یې ترسره کول دوام ومومي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۶:۱۷
Background image

ارزګان ولایت کې د آغاجان بند د جیوتخنیک او جیوفزیک مطالعات وڅېړل شول

محترم مولوی خلیل الرحمن عمري، د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت چنارتو ولسوالي ته د آغاجان بند د محور د سیمې د جیوتخنیک او جیوفزیک مطالعاتو د څېړلو،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۴:۴۱
Background image

د غزني ولایت د سلطان بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې بېرته پیل شوې

د غزني ولایت د سلطان بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې چې د ۱۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت په ۱۴۰۴ هـ ل کال کې پیل شوې وي، او د ژمي د سړې هوا له کبله ځنډول شوې وي، بېرته پیل شوې.

اوسمهال د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۴:۳۸
Background image

د پکتیا د سیندیزې فرعي حوزې له رئيس سره د اوبو په برخه کې د پروژو د پلي‌کولو غوښتنې شریکې شوې

د پکتیا د اوبو او انرژي رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده د پکتیا ولایت د روحاني بابا ولسوالي له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره وکتل او د هغې ولسوالي د اوبو د مدیریت په موخه د. . .

بیرته تګ

User account menu