اوبو او انرژي سرپرست وزیر د حفاظ کرامو د فراغت غونډې ته وینا وکړه.

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۹ - ۹:۱۵
1

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور نن د پکتیا ولایت مرکز ګردېز اړوند د ابراهیم خېلو په نجم المدارس کې د قران کریم د حفاظ کرامو د فراغت هغې غونډې ته چې ګڼ شمېر علماء کرامو او د سیمې متدینو خلکو پکې ګډون کړی وو، وینا وکړه. محترم وزیر صاحب د خپلې وینا په ترڅ کې د دیني علومو د زده کړې او قران کریم د حفظ د فضیلت په هکله وینا وکړه، وروسته يې د غونډې برخه والو ته د افغانستان د اسلامي امارت د سیاسي او اقتصادي پرمختګونو په هکله مفصل معلومات وړاندې کړل. محترم وزیر صاحب په هېواد کې د اسلامي نظام قیام یو لوی الهي نعمت و باله او له خلکو څخه یې و غوښتل چې ددغه الهي نعمت شکر ادا کړي او له دغه نظام څخه هر اړخیز ملاتړ وکړي. محترم منصور صاحب دغه راز له علماوو څخه و غوښتل چې د دیني علومو د تدریس او ترویج په لاره کې خپل دروند مسئولیت ادا کړي .دغه راز محترم وزیر صاحب د پکتيا ولایت د زرمت ولسوالي د خاتم الانبیأ دارالایتام د الفتح جومات د عملي چارو د پیل په مراسمو کې هم ګډون وکړ.یاده دې وي چې د یاد جومات  د بنسټ ډبره څه موده وړاندې د افغانستان د اسلامي امارت د اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا برادر اخند او محترم منصور صاحب په لاس اېښودل شوې وه .یاد جومات به له ټولو ملحقاتو سره په پاخه او اساسي ډول د نژدې څلور سوه زره  امریکایي ډالرو په لګښت جوړېږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې د شاوخوا ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۱ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالي اړوند د نوښار په سیمه کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې چې د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پرمخ وړل کېږي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۸
Background image

په هلمند ولایت کې د درمیان بند ودانیزې چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۸ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۰ هـ ل

د هلمند سیندیزې حوزې عمومي ریاست مسؤلینو د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالي کې د درمیان بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

یاد بند چې د ۳۵ متره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۳:۴۴
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۲۴ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د دوهمې حصې بهسودو ولسوالي اړوند په دامن خلیل کلي کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

یاد. . .

بیرته تګ

User account menu