افغان سما شرکت ته د ۵۰۰ کیلو ولټ امپیر برېښنا د تولید او وېش جواز ورکړل شو

MEW-Media
پنجشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۲ - ۱۳:۱۷
1

دغه جواز د برېښنا انرژي خدمتونو د عمومي رئيس محترم ډاکټر محمد عابد انورزي له خوا د افغان سما د برېښنا انجنیري شرکت مسؤلینو ته ورکړل شو.

ښاغلي انورزي د دغه جواز د وېش پر مهال د برېښنا مارکیټ رامنځته کول او قانوني کېدل د اوبو او انرژي وزارت له کاري برخو څخه و باله او د افغان سما شرکت مسؤلینو باندې یې ټینګار وکړ، چې خپل خدمتونه له قانون، تګلارو او سټندرډونو سره سم خلکو ته وړاندې کړي؛  ترڅو له ځاني او مالي زیانونو څخه مخنیوی وشي.

د یادونې وړ ده، چې نوموړی شرکت د کابل د کوټه سنګي په سوداګریزه سیمه کې د برېښنا د تولید او وېش په برخه کې فعالیت کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۲:۳۵
Background image

غور ولایت کې د سیند د غاړي د تحکیماتي  پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

غور ولایت دولت یار ولسوالي شینه کلي کې د هریرود  سیند تحکیماتی پروژه او د شینه هایدرولوژي استیشن  چارې د اوبو او انرژي وزارت له پراختیایې بودجي څخه ( ۴.۳۸۱.۳۰۹   ) څلورمیلیونه، دري سوه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۰:۲۳
Background image

د شمال حوزوي عمومي رئیس د فاریاب ولایت یو شمېر پروژو څخه لیدنه وکړه.

د شمال حوزوي عمومي رئیس انجېنر رفیع الله مجتبی د فاریاب ولایت د اوبو او انرژي رئیس او تخنیکي ټیم  په ملتیا د آلمار او قیصار ولسوالیو کې د اجریم غلبله چکډم او ینګي زرغوی استنادي دېوال له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۳:۳۱
Background image

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د اوبو ښاري مدیریت مرکز د سیمه‌ ييزو چارواکو په ۱۴مه ناسته کې آنلاین ګډون وکړ.

 

۱۳/لیندۍ /۱۴۰۴ هـ ش

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزارت معین محترم مجیب‌ الرحمن عمر آخندزاده، د یونسکو ترچترلاندې د اوبو ښاري مدیریت مرکز د سیمه‌ ييزو حاکمانو په څوارلسمه. . .

بیرته تګ

User account menu