په کنړ ولایت کې د څوکۍ او کموټي کانالونو ودانیزې چارې ۷۵ سلنه پرمخ تللي دي

mew-admin
Sat, Mar 11 2023 11:30 AM
1

د کنړ سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د یاد ولایت په غازي آباد ولسوالي کې د څوکۍ او کموټي کانالونو د روانو چارو له بهیر څخه څارنه تر سره کړه او مسؤلینو ته یې لازم هدایات ورکړل.

په یادو پروژو کې تر ۳۰۰ زیاتو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده او ودانیزې چارې یې ۷۵ سلنه پرمخ تللي دي.

د دې پروژو چارې د خوړو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ د کنړ سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.

User account menu