د ننګرهار سیندیزې حوزې مسؤلینو په یاد ولایت کې د لنډي چینو تخنیکي سروې ترسره کړه

د ننګرهار سیندیزې حوزې تخنیکي ټیم د یاد ولایت د غني خېلو ولسوالي په ګولي کلي کې د لنډي چینو تخنیکي سروې ترسره کړه.
په ورته مهال، د ننګرهار سیندیزې حوزې رئيس ښاغلي سید فضل احد هاشمي او ور سره مل د یاد ریاست یو شمېر نورو مسؤلینو د کامې او بهسودو اسټیشنونو څخه لیدنه وکړه او مسؤلینو ته یې لازمې تخنیکي هدایات ورکړل.