په تخار ولایت کې د نمک آب کانال د مسیر بدلولو چارې روانې دي.

MEW-Media
644

په تخار ولایت کې د نمک آب کانال د مسیر بدلولو چارې روانې دي.

دغه کانال چې د تخار ولایت نمک آب ولسوالۍ یو شمیر سیمو ته يې د څښاک پاکو اوبو او کروندو خړوبولو لپاره ترې ګټه پورته کیده، له معدني سیمو څخه په تیریدو سره يې اوبه تروشې او د څښلو وړ نه وې، چې د اوبو د مسیر بدلولو لپاره يې په همدې موخه هلې ځلې پیل شوي دي.

د اوبو چارو د تنظیم د ملي ادارې دغه پروژه ۱۲۰۰ متره اوږدوالی او ۱۲ متر سور لري، چې د ۱۱ زره هکټاره ځمکې د خړبولو وړتیا لري، چې د ملي پراختیايي شرکت له لوري یې چارې پر مخ وړل کیږي.

په یاده پروژه کې د ځمکې کیندل، د غره برش کول او د اوبو مسیر بدلول شامل دي.

د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره

User account menu