لوګر ولایت کې د تحکیماتي دېوال د جوړېدو چارې د څه باندې ۲.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوېc
۷/۱۲/۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۳/۳/۱۴۰۵ هـ ش
لوګر ولایت کې د کمال خيلو کانال د څنډو د ټینګښت په موخه د استنادي دېوال پروژې چارې د لوګر د سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم قاري حجت الله زبير، د ولایت مقام د دفتر رئيس محترم ډاکتر زين الله زيدان، یو شمېر نورو سیمهایزو مسؤلینو، قومي مشرانو او د سیمې د خلکو په شتون کې پیل شوې.
د کمال خيلو د کانال استنادي دېوال د ۲۷۰ متره په اوږدوالي سره جوړیږي، چې چارې به یې د ۵ میاشتو په موده کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه پروژه د کانال د څنډو د ټینګښت، د سېلابونو له ګواښونو او ویجاړیو څخه د کرنیزو ځمکو او استوګنیزو کورونو د ساتنې او د سېلابي اوبو د لوري د تنظیم په موخه پلي کېږي.
په نوموړې پروژه کې د سیمې اوسېدونکو ګڼ شمېر کسانو ته د کار زمینه برابره شوې، چې چارې یې د اوبو او انرژي وزارت له پراختیایي بودجې څخه د لوګر د سیندیزې فرعي حوزې ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.
