د اوبو او انرژي وزارت پلاوي ایران هېواد کې د "برېښنا صنعت" ترسرلیک لاندې  ۲۵ نړیوال نندارتون کې ګډون وکړ

MEW-Media
Wed, Nov 12 2025 9:02 AM
۱

د اوبو او انرژي وزارت پلاوی چې پکې محترم مولوي عبدالرحمن رحماني، د پایدارې انرژي عمومي رئيس، محترم انجنیر محمد اسماعیل عمار مموزی، د انرژي د انجنیري چوپړتیاوو مشورتي رئيس او محترم مولوي بسم الله حیدري، د انرژي معینیت د دفتر آمر شامل دي، د ایران هېواد په پلازمینه تهران کې د"برېښنا صنعت  "  ترسرلیک لاندې ۲۵ نړیوال نندارتون کې ګډون وکړ او د برېښنا د بېلابېلو تجهیزاتو او تولیداتو څخه لیدنه وکړه او د هغوی له مسؤلینو سره یې خبرې، اترې وکړې.

همدارنګه، نوموړي پلاوي د اسلامي امارت د استازي په شتون کې د ایران د انرژي وزارت د استازي ښاغلي شاهبازیان سره وکتل او د علاقې وړ موضوعاتو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

User account menu