د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئیس د بلخ ولایت د ترکمنیه او افغانیه کلیو د سپین ږیرو سره وکتل
د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئیس مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت د بلخ ولایت د نهرشاهي ولسوالي د ترکمنیه او افغانیه کلیو د سپین ږیرو سره د یادو کلیو د حقابو د حل په موخه وکتل.
په یاده لېدنه کې د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئیس یادو سپین ږیرو سره د قوانینو په رڼا کې د هر ډول همکاري ژمنه وکړه او همدارنګه د یادې ستونزې د حل په موخه یې یوه کاري کمیټه جوړه کړه.
