د کاپیسا ولایت د شپي درې په یو شمېر سیمو کې د چکډمونو جوړولو سروي ترسره شوه

mew-admin
Tue, Jan 03 2023 3:10 PM
1

د کاپیسا سیندیزې فرعي حوزې رئیس انجنیر کاوه خروش، د یاد ریاست تخنیکي ټیم او د کاپیسا ولایت د اقتصاد رئیس کمین الله معاذ د کاپیسا ولایت اله سای ولسوالي ته سفر وکړ.

ددي سفر په ترڅ کې د کاپیسا سیندیزې فرعي حوزي رئیس د اله سای ولسوالي د شپي درې اړوند معصوم خیل، پل راه سنګ او سیلبر صادیقان او هاشمي خند سیمو څخه لیدنه وکړه او د یو شمېر چکډمونو غوره موقعیتونه یې سروي کړل.

User account menu