په زابل ولایت کې د اجورغي کانال د پاکاري چارې پیل شوې

mew-admin
Thu, Dec 08 2022 9:55 AM
1

د زابل ولایت مرکز قلات اړوند د سیدجان په کلي کې د اجورغي کانال د پاکاري چارې د ترنک-قلات فرعي سیندیزي حوزې له لوري پیل شوې.

یاد کانال شپږ (۶) کیلومتره اوږدوالی لري او ۲۱۴ کسانو ته پکي د کار زمنیه چمتو شوې ده.

د یادولو وړ ده چې دغه کانال د سیلابونو له امله ویجاړ شوی وو چې د پاکاري چاري به یې د اکرو موسسې په همکاري سره د ۲۱ ورځو په ترڅ کې ترسره شې.

User account menu