په ننګرهار ولایت کې پنځه ټولګټې پروژې د څه باندې یو دیرش میلیونه افغانیو په ارزښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

mew-admin
Wed, Dec 07 2022 10:21 AM
1

د ننګرهار ولایت په خوګیانو او شیرزادو ولسواليو کې د کږې، پیره خیلو، پتلو، طوطو او مرکپخیلو کانالونو د بیارغونې او پاکاري پروژې د یو دیرش میلیونه، پنځه سوه، اووه اویا زره، نهه سوه او اته پنځوس افغانیو (۳۱۵۷۷۹۵۸) په ارزښت د ننګرهار سیندیزې حوزې د استازي، د خوګیانو او شیرزادو ولسوالیو د یو شمېر مسؤلینو په ګډون ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

یاد کانالونه د بیارغونې او پاکاري وروسته د دوه دیرش زره جریبه کرنیزې ځمکې د خړوبولو وړتیا لري او پکې د پنځه لس زره، پنځه سوه او اته دیرش کسانو لپاره د کار زمینه برابره شوې وه.

د یادو پنځو ټولګټو پروژو چارې د UNDP سازمان په مالي ملاتړ د ننګرهار سیندیزې حوزې تر څارنې لاندې د اسلامیک ریلیف موسسې له خوا پلي شوې دي.

د یادولو وړ ده، چې تېره ورځ هم په ننګرهار ولایت کې دوه ټولګټې  پروژې د څه باندې دوولس نیم میلیونه افغانیو په ارزښت ګټې اخیستنې ته سپارل شوې وې.

User account menu