د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د خان سټیل فابریکې څخه لیدنه وکړه

mew-admin
Wed, Nov 30 2022 10:05 AM
1

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور او ورسره مل پلاوي د خان سټیل فابریکې د بېلابېلو برخو څخه لیدنه ترسره کړه.

ښاغلي منصور د خان سټیل تولیدات او فعالیتونه وستایل او ويې وویل چې افغانستان د اوسپنې په صنعت کې کم ساری پرمختګ کړی او د صنعت د پرمختګ لپاره یې د یادې فابريکې مسؤلینو ته د همکاري ډاډ ورکړ.

په ورته مهال، د خان سټیل فابریکې مشر ښاغلي انجنیر رحیم الله مایار د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ته د یادې فابریکې د بېلابېلو برخو په هکله بشپړ معلومات وړاندې کړل.

هغه د اوبو او انرژي وزارت له سرپرست وزیر سره د په صنعتي فابریکو کې د برېښنا د کمښت ستونزه شریکه کړه او په یاده برخه کې د وزارت د رهبري د همکاري غوښتونکی شو.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د خان سټیل فابریکې مشر ته ډاډ ورکړ، چې د صنعتي فابریکو د برېښنا د کمښت د ستونزې په هکله به له نورو ادارو سره په ګډه لازم اقدامات ترسره کړي.

User account menu