په فاریاب ولایت کې د عطاخان خواجه کانال پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د فاریاب ولایت په پښتونکوټ ولسوالي کې د عطاخان خواجه کانال پروژه د شیرین تګاب سیندیزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي مولوي محي الدین مبارز او ورسره مل تخنیکي ټیم په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
په یاده پروژه کې د سلګونو کسانو لپاره د کار زمینه برابره شوې وه او لس زره کورنۍ به ورڅخه ګټه واخلي.
د دې کانال چارې د اوبو په سکتور کې د بشري مرستو په مالي ملاتړ د شیرین تګاب سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېده.
