په افغانستان کې د یونسیف UNICEF د دفتر له استازي سره د اوبو د مدیریت په برخه کې د ګډو همکاریو په موخه د همغږي ناسته ترسره شوه

mew-admin
Tue, Nov 22 2022 2:46 PM
1

یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي مجیب الرحمن عمر آخندزاده، په افغانستان کې د یونسیف UNICEF استازي ښاغلي شیوا او د دواړو لورو د تخنیکي مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه.

په یاده ناسته کې، د ځمکې لاندې او سطحي اوبو د مدیریت په برخه کې د ګډو همکاریو په هکله بحث او د نظر تبادله وشوه او د یادو همکاریو د پیل په موخه اړین تصمیمونه ونیول شول.

د اوبو ښاغلي معین د یونسیف دفتر څخه د ځمکې لاندې او سطحي او بو د مدیریت په برخه کې د همکاري له امله مننه وکړه او د عملي همکاریو د پيل پر چټکتیا باندې یې ټینګار وکړ.

همدارنګه په یاده ناسته کې، له پنجشیر څخه کابل ته د اوبو د لېږد پروژې په ډیزاین کې د ستونزو په هکله هم خبرې و شوې او د یونسیف UNICEF د دفتر استازي د یادې پروژې په ډیزاین کې د ستونزو د هوارولو په برخه کې د تخنیکي همکاري لپاره د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ته ډاډ ورکړ.

په پای کې، دواړو لورو د ګډو همکاریو د چارو د چټکتیا په موخه پر لا زیاتو همغږیو باندې ټینګار وکړ.

User account menu