د اوبو او انرژي وزارت او نوي عمري سوداګریز شرکت ترمنځ د ۳۶۷ میلیونه افغانیو په ارزښت په یوې ودانیزې پروژې باندې د پانګونې تړون لاسلیک شو

mew-admin
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د هلمند سیندیزې عمومي حوزې اړوند د اوبو او انرژي وزارت په ځمکه باندې  د یوه سوداګریز او استوګنیز مارکیټ د جوړولو لپاره د خصوصي پانګونې تړون په یوه غونډه کې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر او د اسلامي امارت یو شمېر نورو لوړ پوړو مسؤلینو په شتون کې د نوي عمري سوداګریز او ودانیز شرکت له مسؤل سره لاسلیک کړ.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د دغه تړون د لاسلیکولو پر مهال د هېواد اقتصادي پراختیا ارزښت ته په اشارې سره وویل چې د دغې پروژې پلي کول به د کارموندنې او د هېواد د ملي عوایدو د لوړوالي په برخه کې له ځانګړې ارزښت څخه برخمنه وي.

د یادونې وړ ده، چې له دغه تړون سره سم د څه باندې ۳۶۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د نوي عمري سوداګریز او ودانیز شرکت په پانګونې سره یو سوداګریز او استوګنیز مارکیټ چې د ۸۶۷۰ متره مربع مساحت په لرلو سره د یوې تهکاوي او څلور پوړونو په درلودلو سره د هلمند ولایت په مرکز کې د اوبو او انرژي وزارت په ځمکه کې جوړیږي. دغه ودانۍ له ۱۷ کلونو وروسته د دولت ملکیت کیږي او ۴۰ سلنه ناخالص عواید د پروژې په عمر کې چې څه باندې یو میلیارد افغانۍ کېږي د هلمند سیندیزې حوزې ته به وسپارل شي. همدارنګه د دغې پروژې په پلي کېدو سره د زرګونو کسانو لپاره د کار زمینه چمتو کېږي.

User account menu