د ۳۵ هایدرولوژيکي سټېشنونو د لګولو چارې بشپړې شوې.

MEW-Media
88

د هایدرولوژيکي سټېشنونو لګولو پروژه د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا او د نړیوال بانک په مالي مرسته په دریو لویو حوزو (کابل، هلمند او هریرود مرغاب) کې تطبیق کیږي.

د دغې پروژې پلي کولو سره چې په ټوله کې د ۴۶ هایدرولوژيکي سټېشنونه سره له ساتونکو خونو جوړولو لګول کیږي؛ تر اوسه پورې د ۳۵ چارې بشپړې شوي او ۱۱ نور به یې ډير ژر بشپړ شي.

دغه سټېشنونه د اورښت اندازه، د اوبو جریان، د تودوخې درجه، د اوبو شتون میزان معلومول او په یادو حوزو کې د اوبو پوتنشیل تحلیل او وضعیت څېړلو په موخه پلي کیږي چې په راتلوونکي کې د هغو په واسطعد عام المنفعه پروژو تطبیق په اړه معلومات راټولول کیږي.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره

User account menu