په ۱۴۰۲ لمریز کال به په کاپیسا ولایت کې ۱۱۱ ټولګټې پروژې پلي شي

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۹ - ۱۷:۲۵
1

د کاپیسا سیندیزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي انجنیر کاوه خروش چې د زیربناوو او طبیعي سرچینو د سکتور په ناسته کې ګډون کړی وو، وویل چې په ۱۴۰۲ لمریز کال کې به د کاپیسا ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې ۱۱۱ ټولګټې پروژې چې د یاد ریاست د مسؤلینو له خوا سروې او ډیزاین شوې دي، پلي شي.

 ښاغلي خروش وویل چې په نوي لمریز کال کې به ۴۰ پروژې په تګاب ولسوالي کې، ۲۴ پروژې په نجراب ولسوالي کې، ۲۲ پروژې په آله سای ولسوالي کې، ۱۸ پروژې په محمود راقي ولسوالي کې، ۳ پروژې د کوهستان په دوهمې حصې ولسوالي کې، ۲ پروژې د کوهستان په لومړي حصې ولسوالي کې او ۲ پروژې د کوهبند په ولسوالي کې پلي شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۶:۳۴
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د ۷۷ ترکي شرکت له رئيس سره د کجکي بند د پراختیا د اهمیت او د برېښنا تولید د زیاتوالي په هکله خبرې وکړې

۵/ ثور/ ۱۴۰۵هـ ل

۸/ذوالقعده/ ۱۴۴۷هـ ق

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده د خپل کار په دفتر کې د ۷۷ ترکي شرکت له عمومي رئیس محترم سلیمان جیلیو سره وکتل او د کجکي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۴۸
Background image

لغمان ولایت کې د بدیع آباد کانال د پاکاري چارې بشپړې شوې

لغمان ولایت د بدیع آباد کانال د پاکاري چارې د عمومي حشر له لارې د لغمان سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو سره په همغږي بشپړې شوې.

دغه کانال چې ۱۲ کیلومتره اوږدوالي لري، د شاوخوا ۸۰۰. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۹:۵۱
Background image

کاپیسا ولایت کې د خرم کانال د نو آباد څانګې د پاکاري چارې پیل شوې

د خرم کانال د نو آباد څانګې د پاکاري چارې د عمومي حشر له لارې د لاندنې پنجشیر – محمود راقي سیندیزې فرعي حوزې ریاست له مسؤلینو سره په همغږي پیل شوې.

نوموړی کانال چې ۲۰ کیلو متره. . .

بیرته تګ

User account menu