میدان وردګو ولایت کې د 3.3 میلیونه افغانیو په ارزښت د اله سنګ د اوبو کوچني بند د جوړولو چارې پیل شوې

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۰ - ۸:۵۶
1

د میدان وردګو ولایت په لومړۍ حصې بهسودو ولسوالي کې د اله سنګ د اوبو کوچني بند د جوړولو چارې د 3.3 میلیونه افغانیو په ارزښت د میدان ښار سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم مولوي عبدالصمد حلیم او ورسره مل تخنیکي ټیم او د لومړۍ حصې بهسودو ولسوال محترم مولوي سید تقي فروتن په شتون کې پیل شوې.

نوموړی کوچنی بند د اوبو او انرژي وزارت په مالي لګښت سره د 30 متره په اوږدوالي او 7 متره لوړوالي سره جوړیږي، چې زرګونه متره مکعب اوبه به زیرمه کړي او د سیلابونو د ویجاړیو د مخنیوي، د اوبو غوره مدیریت او د ځمکې لاندې اوبو د تغذیې په برخه کې به رغنده رول ولري.

User account menu