لوګر ولایت کې د کهشان سربند پروژې چارې ۹۵ سلنه پرمخ تللې دي

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۲:۲۱
۱

د لوګر د اوبو او انرژي رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ولایت په څرخ ولسوالي کې د کهشان سربند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

د نوموړې پروژې چارې چې د یو، این، ایف، اې، او موسسې په مالي لګښت د لوګر د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي، تر اوسه پورې ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي.

له بلې خوا، د لوګر د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم د دغه ولایت په څرخ ولسوالي کې د ډبرشهید کلي د استنادي دېوال تخنیکي سروې ترسره کړه.

د نوموړې پروژې په پلي کېدو سره به لس‌ګونه جریبه کرنیزه ځمکه د سیلاب له خطر څخه خوندي شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۵:۱۵
Background image

د اوبو او انرژي وزارت اداري ناسته د دغه وزارت د رهبري مقام تر مشري لاندې ترسره شوه

د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ذی‌القعدې لومړۍ نېټه

د ۱۴۰۵ هـ.ل کال د وري ۲۹ نېټه

د اوبو او انرژي وزارت اداري ناسته د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده تر مشري لاندې د دغه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۲:۲۸
Background image

 په جلال آباد ښار او د ننګرهار ولایت په دوو ولسوالیو کې د اوبو کچه لوړه شوې ده

د لاندنې کابل (جلال آباد) سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو په جلال آباد ښار او د ننګرهار ولایت په بهسودو او سرخ‌رود ولسوالیو کې له ۲۵ کړیو څارنیزو څاګانو څخه د روان زېږدیز کال د اپریل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۵:۸
Background image

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس د سرخاب ذخیروي بند څخه لیدنه وکړه

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د محمد آغې ولسوالي اړوند د سرخاب ذخیروي بند څخه لیدنه وکړه.

نوموړی بند چې له پخوانیو بندونو څخه. . .

بیرته تګ

User account menu