د ۱۳۹۸هـ ش کال لپاره د اوبو او انرژی وزارت په تشکیل بیا کتنه کیږي

tajuddeen
سه‌شنبه ۱۳۹۷/۱۱/۹ - ۱۶:۱۱
MEW

د ۱۳۹۸هـ ش کال لپاره د اوبو او انرژی وزارت په تشکیل بیا کتنه کیږي

د ۱۳۹۸ هـ ش کال لپاره د تشکیل د بیا کتنې عملي پلان غونډه د اوبو او انرژی مرستیال ښاغلي انجنیر خان محمد تکل،

د اوبو او انرژی وزارت مالی او اداری مرستیال ښاغلي الماس زاخیلوال او د وزارت یو شمېر ریاستونو رئیسانو په ګډون په اوبو او انرژی وزارت کې دائره شوې وه.

دغونډې په پيل کې ښاغلي سید داود فضلي د ۱۳۹۸ هـ ش کال د تشکیل په اړه خپل پرزنتیشن د غونډې ګډونوالو ته وړاندی کړ.

وروسته د غونډې ګډونوالو خپل نظریات او وړاندیزونه د دغه وزارت د نوي تشکیل په اړه وړاندې کړل او په اخره کې پریکړه وشوه چې هر ریاست

به یوه یوه طرحه جوړه کړې او په خپلو پروپوزلونو او پلانونو دې کار وکړي او تر راتلونکې اونی دې د نورو اجراتو لپاره د وزارت تشکیلاتي کمیټې ته وړاندې کړي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۹:۵۳
Background image

په غزني ولایت کې د شینکي ۹ کاریز د چکډيمونو د پروژو چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۲/۲۶ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۱۹ هـ ل

د غزني ولایت په ګیلان ولسوالي کې د شینکي ۹ کاریز د چکډیمونو د پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه.

د یادې پروژې چارې چې د اوبو او انرژي وزارت له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۹:۱۳
Background image

په لوګر ولایت کې د شولک چکډیم پروژې چارې ۷۵ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۲/۲۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۱۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت د مرکز اړوند د شولک چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې چارې، چې د اوبو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۶:۲۱
Background image

د اوبو او انرژي وزارت او د جاپان د پي اېم اېس مؤسسې ترمنځ د یو شمېر پروژو هوکړه لیک لاسلیک شو

۱۴۰۵/۵/۱۳ هـ.ش | ۱۴۴۸/۲/۲۰ هـ.ق

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب د جاپان د پي اېم اېس مؤسسې له استازي سره د اوبو اړوندو پروژو د تمویل او پلي کولو په موخه، د. . .

بیرته تګ

User account menu