د ګاونډیو هیوادونو څخه بریښنا رسول.

mew-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱/۲۷ - ۹:۴۳
mew

د ګاونډیو هیوادونو څخه بریښنا رسول
د اوبو او انرژی وزارت سرپرست ښاغلی انجنیر محمد ګل خٌلمی، د ترکمنستان د بریښنا وزارت استازو سره وکتل. دا لیدنه د سرحدی ولایتونو ته بریښنا رسولو او د سیمه ایزی انرژی نښلولو لپاره تر سره شو.
په لومړي کې د اوبو او انرژی وزارت سرپرست ښاغلی انجنیر محمد ګل خٌلمی خبرې وکړی او د ترکمنستان د همکارۍ د سرحدي ولایتونو لپاره د بریښنا رسولو او د انرژی لیږد پروژو په ځانګړې توګه د قرقین او خمآب ولسوالیو په جوزجان ولایت کې ستاینه وکړه.
ښاغلي خٌلمی په خپله وينا کې وويل چې د انرژي نښلول د افغانستان حکومت او د اوبو او انرژی وزارت لومړيتوبونه دی او دا د هیواد د زیربنا په جوړولو کې اړین رول لری.
وروسته د ترکمنستان د بریښنا وزارت استازو د ترکمنستان په هیواد کې د اوبو او انرژی وزارت د فعال پلاوي ګډون مننه وکړل او د خپل چمتوالی د قرقین او خمآب ولسوالیو لپاره بریښنا رسولو اعلان کړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۹:۵۳
Background image

په غزني ولایت کې د شینکي ۹ کاریز د چکډيمونو د پروژو چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۲/۲۶ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۱۹ هـ ل

د غزني ولایت په ګیلان ولسوالي کې د شینکي ۹ کاریز د چکډیمونو د پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه.

د یادې پروژې چارې چې د اوبو او انرژي وزارت له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۹:۱۳
Background image

په لوګر ولایت کې د شولک چکډیم پروژې چارې ۷۵ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۲/۲۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۱۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت د مرکز اړوند د شولک چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې چارې، چې د اوبو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۶:۲۱
Background image

د اوبو او انرژي وزارت او د جاپان د پي اېم اېس مؤسسې ترمنځ د یو شمېر پروژو هوکړه لیک لاسلیک شو

۱۴۰۵/۵/۱۳ هـ.ش | ۱۴۴۸/۲/۲۰ هـ.ق

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب د جاپان د پي اېم اېس مؤسسې له استازي سره د اوبو اړوندو پروژو د تمویل او پلي کولو په موخه، د. . .

بیرته تګ

User account menu