د کابل ښار د اوبو سرچینو او ستونزو په اړه علمي سیمینار ترسره شو.

mew-admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۶/۱۷ - ۱۴:۵۳
اخبار

د کابل ښار د اوبو سرچینو د علمي مطالعې تر عنوان لاندې علمي سیمینار او پدې ښار کې د اوبو کموالي آسیب شناسی، نن ( د وږې ۱۶) د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو مرستیال ښاغلی انجنیر خان محمد تکل، د دی وزارت یو شمیر انجینرانو او رئیسانو، د پوهنتون استادانو او د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت استازو په حضور سره د اوبو او انرژی وزارت د اوبو معینیت په تالار کې جوړه شوه.
په دی سیمینار کې د اوبو کمښت ستونزو، د سطحې اوبو سرچینو پیژندلو، کابل ښار ته د کابل ولایت نږدي سیندو څخه د اوبو رسولو پلان او د کاریزونو بیارغونې باندې خبرو اترو ترسره شوه.
د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو مرستیال ښاغلی انجنیر خان محمد تکل د کابل ښار د اوبو مسلې ته په اشارې وویل" د کابل اوبو اهمیت د ټولو خلکو حياتي ارزښت سره برابر دی چې په کابل کې ژوند کوي"
همدارنګه د اوبو مرستیال کابل ته د قرغه، لوګر او د پنجشیر اکوفیرنونو څخه د اوبو رسولو په اړه د وزارت تحقیقاتي او څیړنیز فعالیتونو څخه یادونه او زیاته کړه" د کابل ښار د اوبو تامینول د اوبو او انرژۍ وزارت ترټولو مهم او اساسي مسؤلیت دی او موږ ژمنه کوو چې په هر لګښت د دې سرچینو څخه کابل ته اوبو راوړو "
ښاغلي تکل په افغانستان کې د کاریزونو بیارغونې په اړه وویل: "موږ د کاریزونو پیاوړتیا لپاره د چک بندونو جوړولو پلان لرو چې د سیلابونو او د اوبو زیرمو په کنټرول کې خورا اهمیت لري."
ډاکټر عبدالحنان روستایی په دی سیمینار کې د کابل د اوبو مسلې په اړه خپلې څیړنې بیان کړ او د صنعت پرمختګ او د ژورو څاګانو کیندلی په کابل کې د اوبو د کمیدو لاملونه په ګوته کره.
ښاغلی روستایی د کابل شاوخوا سیندو څخه کابل ښار ته د اوبو راوړلو د حل لارې په توګه وړاندیز وکړ"موږ په افغانستان کې د اوبو کمښت نه لرو خو سم مدیریت ته اړتیا لرو".
هغه په افغانستان کې د کاریزونو په بیارغونې ټینګار وکړ او یادونه وکړه چې کاریزونو له ژورو څاګانو څخه ډیرې ګټې لري.
دا په داسي حال کی دی چی په کابل ولایت کې د اوبو کمښت د ستونزو حلولو لپاره، د اوبو او انرژۍ وزارت د اړوندو ریاستونو په همغږۍ عملی پلانونو او برنامو لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۹:۵۳
Background image

په غزني ولایت کې د شینکي ۹ کاریز د چکډيمونو د پروژو چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۲/۲۶ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۱۹ هـ ل

د غزني ولایت په ګیلان ولسوالي کې د شینکي ۹ کاریز د چکډیمونو د پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه.

د یادې پروژې چارې چې د اوبو او انرژي وزارت له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۹:۱۳
Background image

په لوګر ولایت کې د شولک چکډیم پروژې چارې ۷۵ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۲/۲۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۱۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت د مرکز اړوند د شولک چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې چارې، چې د اوبو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۶:۲۱
Background image

د اوبو او انرژي وزارت او د جاپان د پي اېم اېس مؤسسې ترمنځ د یو شمېر پروژو هوکړه لیک لاسلیک شو

۱۴۰۵/۵/۱۳ هـ.ش | ۱۴۴۸/۲/۲۰ هـ.ق

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب د جاپان د پي اېم اېس مؤسسې له استازي سره د اوبو اړوندو پروژو د تمویل او پلي کولو په موخه، د. . .

بیرته تګ

User account menu