د پوهاوي پیغام⚠🚿📢💭🚦

mew-admin
1

د 1403 لمریز کال د وری له 15 نېټې څخه تر 17 نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځينې ځایونو کې د اوبو د کچې د لوړوالي او د سیلابونو د راوتلو اټکل!

📡🌐 د هایدرومټیورولوژیکي سټېشنونو د بارانونو تحلیل او تجزیې، د اقلیمي بدلون منفي اغیزو، د هېواد د هوا پېژندنې ادارې او د نړیوالي هوا پیژندنې ارګانونو د وړاندوینو له مخې د هېواد په ځينو برخو کې د نسبتاً تیزو بارانونو او واوری له امله د سيلابونو راوتلو اټکل کړی چې د دغه ناڅاپي اورښتونو او سیلابونو راوتلو ډېر اټکل د ( کابل، پنج آمو  وشمال) سينديزو حوزو کې شوی دی.

🎡 په ذکر شوو نېټو کې د سېلابونو د راوتلو احتمال د بارانونو او واورې د وېلې کیدلو او د اوبو د کچې لوړوالی په ځانګړې توګه د  (غزنی، پکتیا، پکتیکا، لوگر،ننگرهار، میدان وردک، غوربند، پنجشیر، لغمان ،کنر، کوکچه،بامیان، تالقان،بغلان،سمنگان، بلخ، سرپل، میمنه) سیندونو پر لاره او د ذکر شوو ځایونو په ځینې سیلبرونو کې شتون لري.

👮👥   په همدې اساس له ټولو هغو هېوادوالو څخه چې د نوموړو سیندونو پر غاړو کې استوګن دي، په ډېر درنښت هیله کیږي، چې له یادې موضوع څخه ځانونه خبر کړي او د سیلاب د راوتلو په ترڅ کې د سیند د غاړو اړوند او هغه خلک چې په لاندېنیو سیمو کې ژوند کوي خبر کړي؛ تر څو د ځان او خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره د سیندونو په غاړو کې له هر ډول تګ او راتګ څخه ډډه وکړي او د انساني او مالي زیانونو څخه مخنیوی وشي.

يادونه: د سيلاب تر خطر لاندې سيمې په نقشه کې په نښه شوې دي

نوي اعلانونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۱۴:۴۶
Background image

د پوهاوي پیغام⚠🚿📢💭🚦

د 1403 لمریز کال د غویي له  14 نېټې څخه...

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۰ - ۱۵:۲۷
Background image

د پوهاوي پیغام⚠🚿📢💭🚦

د 1403 لمریز کال د غویي له  11 نېټې څخه ...

شنبه ۱۴۰۳/۲/۸ - ۱۶:۱۲
Background image

د پوهاوي پیغام⚠🚿📢💭🚦

د 1403 لمریز کال د غویی له  8 نېټې څخه ترږږږ

Back to announcements

User account menu