د پغمان ولسوالي په ارغندۍ سیمه کې د اوبخوړ د مدیریت پروژو د تخنیکي مطالعې او سروې چارې پيل شوې

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۶:۵۳
2

هغه غونډه چې د پشه یې درې، ارغندۍ او مرغګیرانو د اوبخوړ د مدیریت پروژو د تخنیکي مطالعې او سروې په هکله دائره شوې وه، د کابل سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم انجنیر حبیب الرحمن حقپال، د منځني کابل سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي ولي محمد تائب، د ملي پراختیا شرکت مرستیال، د پغمان ولسوال، د اوبو او انرژي وزارت یو شمېر تخنیکي کارمندانو او د ارغندۍ سیمې ګڼ شمېر اوسیدونکو شتون درلود.

په دغه غونډه کې، د کابل سیندیزې حوزې عمومي رئيس او د منځني کابل سیندیزې فرعي حوزې رئيس د اوبو د حیاتي ارزښت او په اوبخوړ کې د اوبو د مدیریت پروژو د اغېزمنتوب په هکله خبرې وکړې.

د یادونې وړ ده، چې د اوبخوړ د مدیریت پروژې د اوبو د تنظیم، د سیلابونو د کنټرول، د ویجاړیو د مخنیوي او خاورې د خرابېدو او د سطحي او ځمکې لاندې اوبو سرچینو د پیاوړتیا په برخه کې د ستر ارزښت او اغېزمنتوب  درلودونکی دی.

د اوبخوړ د مدیریت پروژو په پلي کولو سره به د پغمان ولسوالي او د کابل ښار د سویل لودیځو سیمو اوبیزې ستونزې هوارې او زمونږ هېودوال به د اوبو د کمښت له کړکیچ څخه وژغورل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۸ - ۱۲:۸
Background image

ارزګان ولایت کې د کوتل بند لومړنۍ سروې ترسره شوه

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي...

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۸ - ۱۱:۲۶
Background image

کنړ ولایت کې د قمچي ناو چکډم د جوړولو چارې 92 سلنه بشپړې شوې دي

د کنړ سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د یاد...

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۷ - ۱۶:۳۶
Background image

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د ارزګان له والي سره وکتل

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج...

بیرته تګ

User account menu