د هرات والی په دغه ولایت کې د ۲۰۰ میګاواټه بادي برېښنا د تولید پروژې له پلي کولو څخه خپل ملاتړ څرګند کړ

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۸ - ۱۵:۴۹
1

د هریرود- مرغاب سیندیزې عمومي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالسلام مستوفي آغا او ورسره مل د ۷۷ ترکی شرکت مرستیال د هرات له والي محترم مولانا نوراحمد اسلام جار سره وکتل او په دغه ولایت کې یې د ۲۰۰ میګاواټه بادي برېښنا د تولید پروژې د څرنګوالي په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په دغه لیدنه کې، د هرات والي د نوموړې حوزې له رئیس او د یاد شرکت له مرستیال سره د دغې پروژې د پلي کولو په برخه کې د هر اړخیزې همکاري ډاډ ورکړ او خپل ملاتړ یې څرګند کړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۰:۵
Background image

کندهار ولایت کې د برغني چکډم پروژه د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کندهار ولایت په تخته‌پل ولسوالي کې د برغني چکډم پروژه د ۲ میلیونه ۱۵۴ زره او ۱۰۱ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

نوموړی چکډم د شاخوا ۴.۵ متره لوړوالي په درلودلو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۰:۲
Background image

غزني ولایت کې د سردې بند د ښي لاس عمومي کانال د بیارغونې او پاکاري چارې پيل شوې

د غزني ولایت په بنګي، مزدور کلا، سلطان باغ، رحیم خېلو او زاړه ښار په کلیو کې د سردې بند د ښي لاس عمومي کانال د بیارغونې او  پاکاري چارې د عمومي حشر له لارې پيل شوې.

د نوموړي کانال د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۹:۵۶
Background image

پروان ولایت کې د جنګل باغ سیمې د ترناب او سیلبر د بیارغونې او محافظتي دېوالونو د جوړولو پروژې چارې پیل شوې

د پروان ولایت د چاریکار ښار اړوند د جنګل باغ سیمې د ترناب او سیلبر د بیارغونې او محافظتي دېوالونو د جوړولو پروژې چارې د غوربند – چاریکار سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالشکور. . .

بیرته تګ

User account menu