د هرات له ښاروال سره د ځمکې لاندې اوبو د ارزښت او د اوبیزو سرچینو د غوره مدیریت په هکله خبرې وشوې

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۱:۱۲
1

د هرات لاندنې هریرود سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي سردار عزیزي او ورسره مل د دغه ریاست تخنیکي ټیم د هرات له ښاروال سره د باران اوبو جذبي څاګانو کېندلو د بهیر او د سطحي اوبو په مدیریت او د ځمکې لاندې اوبو سرچینو د پیاوړتیا په برخه کې د هغه د ارزښت په هکله خبرې اترې وکړې.

په دغه لیدنه کې پرېکړه وشوه، چې د باران اوبو جذبي څاګانو کېندلو طرحې د چارو د چټکتیا او پراختیا په موخه دې یوه ګډه ناسته د ټولو اصنافو په شتون کې ترسره شي، ترڅو د باران اوبو جذبي څاګانو کېندلو طرحې د تشریح ترڅنګ، د بېلابېلو ښاري څانګو د همکاري او ونډه اخیستنې لپاره هم زمینه چمتو شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۲:۱۵
Background image

د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره د سلما بند د اوبو د خوشې کولو په موخه ناسته ترسره شوه

دغه ناسته د لاندنې هریرود سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم مولوي سردار عزیزي تر مشري لاندې د دغه ریاست د تخنیکي مسؤلینو، د هریرود د مسیر ولسوالیو د استازو او د اوبو د ګټې اخیستونکې ټولنې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۲:۱۲
Background image

بغلان ولایت کې د هغو کانالونو د پاکاري او ویجاړیو ته د رسېدنې چارې روانې دي، چې د وروستیو سېلابونو له کبله له رسوباتو څخه ډک شوي دي

بغلان ولایت کې د هغو کانالونو د پاکاري او ویجاړیو ته د رسېدنې چارې چې د وروستیو سېلابونو له کبله له رسوباتو څخه ډک شوي دي، د بغلان سیندیزې فرعي حوزې ریاست تر څارنې لاندې روانې دي.

د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۲:۶
Background image

خوست ولایت کې د سطحي او ځمکې لاندې اوبو کچه لوړه شوې ده

د شمل – خرم سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو په دغه ولایت کې د ۳۸ کړیو څارنیزو څاګانو څخه ارقام راټول او همدارنګه د سټيشنونو د حفظ او مراقبت ترڅنګ یې له ۲ پایو سټاف ګیچونو څخه د رسوباتو. . .

بیرته تګ

User account menu