د لوګر سیندیزې فرعي حوزې نوی ټاکل شوی رئيس همکارانو ته ور وپېژندل شو
د لوګر سیندیزې فرعي حوزې نوی ټاکل شوی رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده د یوې غونډې په ترڅ کې د لوګر ولایت د مسؤلینو له خوا همکارانو ته ور وپېژندل شو.
ښاغلي آخندزاده په دې غونډه کې ژمنه وکړه چې په پوره امانتداري او رښتینولي سره به خپل مسؤلیت ترسره کړي.
یاده دې وي چې محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده یو سابقه لرونکی مجاهد او د یوې درنې علمي او جهادي کورنۍ ته منسوب دی.
هغه د امارت په تېرې واکمني او د آمریکایي اشغال د کلونو په بهیر کې زیات خدمتونه ترسره کړي دي.
