د فلزي عناصرو د تولید تصدی ریاست عواید د تیر کال په پرتله د 3 میلیونه افغانیو لوړه شوی ده.

mew-admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۶/۳۱ - ۸:۳۶
اخبار

د فلزي عناصرو د تولید تصدی ریاست د عالی شورا غونده د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو مرستیال ښاغلی انجنیر خان محمد تکل په مشرۍ او د دې وزارت د فلزي عناصرو د تولید تصدی رییس ښاغلی محمد تمیم بهادرزی، د مالیې وزارت د تصدی عمومی رییس ښاغلی شفیق الله شهرانی او د اقتصاد او تجارت وزارتونو استازو په شتون سره د ۱۳۹۸ کال د مالی پلان د بیاکتنه په موخه د اوبو او انرژۍ وزارت په اوبو معینیت کې ترسره شوه.
پدی ناسته کې لومړۍ د فلزي عناصرو د تولید تصدی رییس ښاغلی محمد تمیم بهادرزی د دې ریاست تر لاندې پروژو په اړه لکه د نغلو او د غوربند بندونو د دروازو جوړولو او.... معلومات وړاندې کړ او زیاته کره: چی په ۱۳۹۸ کال کې د دې ریاست عواید ۱۰ میلیونه افغانیو ته رسیږي.
په ورته وخت کې، د اوبو مرستیال ښاغلی تکل د دې ریاست د فعالیتونو د لا پراختیا په ځانګړي توګه له پنجشیر ولایت څخه کابل ته د اوبو د لیږد پروژې لپاره د اوبو پایپ لاین جوړولو، ټینګار وکړ.
دا په داسې حال کې ده چې په ۱۳۹۷ کال کې د فلزي عناصرو د تولید تصدی ریاست عواید ۶ میلیونه ۹۱۸ زرو افغانیو ته رسیږي. چی د دې رقم سره د دی ریاست د سږ کال عواید د تیر کال په پرتله د 3 میلیونه افغانیو لوړه شوی ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۹:۵۳
Background image

په غزني ولایت کې د شینکي ۹ کاریز د چکډيمونو د پروژو چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۲/۲۶ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۱۹ هـ ل

د غزني ولایت په ګیلان ولسوالي کې د شینکي ۹ کاریز د چکډیمونو د پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه.

د یادې پروژې چارې چې د اوبو او انرژي وزارت له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۹:۱۳
Background image

په لوګر ولایت کې د شولک چکډیم پروژې چارې ۷۵ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۲/۲۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۱۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت د مرکز اړوند د شولک چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې چارې، چې د اوبو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۶:۲۱
Background image

د اوبو او انرژي وزارت او د جاپان د پي اېم اېس مؤسسې ترمنځ د یو شمېر پروژو هوکړه لیک لاسلیک شو

۱۴۰۵/۵/۱۳ هـ.ش | ۱۴۴۸/۲/۲۰ هـ.ق

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب د جاپان د پي اېم اېس مؤسسې له استازي سره د اوبو اړوندو پروژو د تمویل او پلي کولو په موخه، د. . .

بیرته تګ

User account menu