د خوست ولایت خلکو ته زیری!

mew-admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۲/۲۳ - ۱۱:۴۲
mew

ډیر ژر به د 220 کیلو واټ بریښنا لیږد پروژی د پکتیا ولایت د ګردېز له اسټيشن څخه د خوست ولایت تر اسټيشن د وازه ځدراڼ او خوست سب استیشنونو په شمول د ګتی اخسیتلو لپاره پرانیستل کیګی.
اوس مهال دا پروژی ٪100 بشپړه شوې ده او د بریښنا تول پایی چی په مجموع کی 268 پایی ته رسېږي لګول شوی دی. د خوست ښار د 20/220 کیلو ولټ سب اسټیشن د 32 میګاواټو امپیر په ظرفیت سره جور او بشپړ شوی دی. همدارنګه د وازه ځدراڼ په ولسوالۍ کې د 20/220 کیلو واټو سب اسټیشن د 16 مېګاواټو امپیر په ظرفیت هم جور او بشپړ شوی دی چی د ګته اخیستلو لپاره چمتو دی.
د دې پروژې د پلی کولو له لارې د وازه ځدراڼ ولسوالی او د خوست ولایت په شمول د دې ولایت مرکز هم تر پوښښ لاندی راځی، چی په نتیجه کې 48000 کورنۍ د رڼا څخه ګټه اخلي.
دا په داسې حال کې ده چې د پکتیا ولایت د ګردیز اسټیشن څخه تړ خوست د 220 کیلوواټه سب استیشن د بریښنا لیږد د جولای میاشتی په 21 کی دURS-MEGATECH شرکت سره د 112.5 $ میلیون ډالرو په ارزښت د امریکا د اردو انجنیرانو مالی مرستۍ لخوا قرارداد شوي دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۹:۵۳
Background image

په غزني ولایت کې د شینکي ۹ کاریز د چکډيمونو د پروژو چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۲/۲۶ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۱۹ هـ ل

د غزني ولایت په ګیلان ولسوالي کې د شینکي ۹ کاریز د چکډیمونو د پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه.

د یادې پروژې چارې چې د اوبو او انرژي وزارت له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۹:۱۳
Background image

په لوګر ولایت کې د شولک چکډیم پروژې چارې ۷۵ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۲/۲۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۱۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت د مرکز اړوند د شولک چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې چارې، چې د اوبو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۶:۲۱
Background image

د اوبو او انرژي وزارت او د جاپان د پي اېم اېس مؤسسې ترمنځ د یو شمېر پروژو هوکړه لیک لاسلیک شو

۱۴۰۵/۵/۱۳ هـ.ش | ۱۴۴۸/۲/۲۰ هـ.ق

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب د جاپان د پي اېم اېس مؤسسې له استازي سره د اوبو اړوندو پروژو د تمویل او پلي کولو په موخه، د. . .

بیرته تګ

User account menu