د اوبو او انرژې وزارت مرستیال ښاغلي انجنیر خان محمد تکل د پنج آمو سکتور پروژې مشورتي ټیم او د اوبو سرچینو د پراختیا لپاره د پانګونې

tajuddeen
سه‌شنبه ۱۳۹۷/۱۱/۹ - ۱۶:۹
MEW

د اوبو او انرژې وزارت مرستیال ښاغلي انجنیر خان محمد تکل د پنج آمو سکتور پروژې مشورتي ټیم او د اوبو سرچینو 

د پراختیا لپاره د پانګونې د پروګرام چارواکو سره د غونډې په ترڅ کې، د پنج آمو سکتور پروژې په کار کې د پرمختګ ټینګار وکړ.

دغه غونډه چې د پنج آمو پروژې د کارونو د پرمختګ د ارزونې په موخه جوړه شوې وه، د اوبو او انرژې وزارت مرستیال ښاغلي انجنیر خان محمد تکل

د پنج آمو سکتور پروژې په اړه د پرمختګ راپور له شریکولو وروسته اړونده مسولینو ته لارښوونه وکړه څومره چې، ژر کیدای شي د دغه پروژې

د ډيزاین او سروې کارونه بشپړ شي ترڅو د پنج آمو سکتور پروژې کارونه په عملي شکل پيل شي.

همدارنګه د غونډې په اوږدوکی د پنج آمو سکتور پروژې مشورتي ټیم د یو راپور د وړاندی کولو په ترڅ کې ډیر ژر د دغه پروژې د ډیزاین او

سروې د کارونو د بشپړولو خبر هم ورکړ.

د غونډې په پای کې د اوبو مرستیال ښاغلي خان محمد تکل د پنج آمو سکتور پروژې په پراختیا کې د دوه مشورتي ټيمونو سره

د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه او له اړونده مسولینو یې وغوښتل چې د اوبو او انرژې وزارت د انجنیرانو او کار کوونکو په ظرفیت لوړولو کې له دوۍ سره همکاري وکړي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۹:۵۳
Background image

په غزني ولایت کې د شینکي ۹ کاریز د چکډيمونو د پروژو چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۲/۲۶ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۱۹ هـ ل

د غزني ولایت په ګیلان ولسوالي کې د شینکي ۹ کاریز د چکډیمونو د پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه.

د یادې پروژې چارې چې د اوبو او انرژي وزارت له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۹:۱۳
Background image

په لوګر ولایت کې د شولک چکډیم پروژې چارې ۷۵ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۲/۲۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۱۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت د مرکز اړوند د شولک چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې چارې، چې د اوبو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۶:۲۱
Background image

د اوبو او انرژي وزارت او د جاپان د پي اېم اېس مؤسسې ترمنځ د یو شمېر پروژو هوکړه لیک لاسلیک شو

۱۴۰۵/۵/۱۳ هـ.ش | ۱۴۴۸/۲/۲۰ هـ.ق

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب د جاپان د پي اېم اېس مؤسسې له استازي سره د اوبو اړوندو پروژو د تمویل او پلي کولو په موخه، د. . .

بیرته تګ

User account menu