د اوبو او انرژي وزارت رهبري د ساداتو سوداګریزې ډلې له مسؤلینو سره په لیدنه کې د کابل ښار د اوبو د برابرولو پروژو په هکله خبرې وکړې

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۱ - ۱۵:۳۹
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم ملا عبداللطیف منصور او د دغه وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده د ساداتو سوداګریزې ډلې له مسؤلینو سره لیدنه وکړه.

په دغه کتنه کې، د ساداتو سوداګریزې ډلې مسؤلینو د کابل ښار د څښاک اوبو د برابرولو په پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په کابل ښار کې د څښاک اوبو د برابرولو حیاتي موضوع ته په اشارې سره وویل، چې دغه وزارت کابل ښار ته د څښاک اوبو د برابرولو لپاره د مشخصو برنامو لکه له پنجشیر څخه کابل ته د اوبو د لېږد، شاه او عروس بند،  د للندر او شاتوت بند او له جلریز څخه کابل ته د اوبو په لېږد باندې کار کوي.

ښاغلي منصور زیاته کړه، چې د اوبو او انرژي وزارت رهبري له هر شرکت څخه چې وکولای شي د دې برنامې په پلي کولو کې د اوبو او انرژي وزارت سره همکاري وکړي، هر کلی کوي، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ټینګار وکړ، چې د کابل ښار لپاره د څښاک اوبو د برابرولو د موضوع د ارزښت  په موخه اړینه ده چې هر څه ډېر ژر عملي چارې ترسره شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۶:۳۴
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د ۷۷ ترکي شرکت له رئيس سره د کجکي بند د پراختیا د اهمیت او د برېښنا تولید د زیاتوالي په هکله خبرې وکړې

۵/ ثور/ ۱۴۰۵هـ ل

۸/ذوالقعده/ ۱۴۴۷هـ ق

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده د خپل کار په دفتر کې د ۷۷ ترکي شرکت له عمومي رئیس محترم سلیمان جیلیو سره وکتل او د کجکي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۴۸
Background image

لغمان ولایت کې د بدیع آباد کانال د پاکاري چارې بشپړې شوې

لغمان ولایت د بدیع آباد کانال د پاکاري چارې د عمومي حشر له لارې د لغمان سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو سره په همغږي بشپړې شوې.

دغه کانال چې ۱۲ کیلومتره اوږدوالي لري، د شاوخوا ۸۰۰. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۹:۵۱
Background image

کاپیسا ولایت کې د خرم کانال د نو آباد څانګې د پاکاري چارې پیل شوې

د خرم کانال د نو آباد څانګې د پاکاري چارې د عمومي حشر له لارې د لاندنې پنجشیر – محمود راقي سیندیزې فرعي حوزې ریاست له مسؤلینو سره په همغږي پیل شوې.

نوموړی کانال چې ۲۰ کیلو متره. . .

بیرته تګ

User account menu