د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین د یاد وزارت د انرژی معینیت له کارمندانو او رئیسانو سره وکتل

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۸ - ۱۱:۴۵
1

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین ښاغلي ملا عبدالقاهر ادریس، د دغه وزارت له ریاستونو او آمریتونو څخه لیدنه وکړه.

په یاده لېدنه کې، د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معینیت رئیسانو او آمرینو د خپلو کاري پلانونو په هکله هر اړخیز معلومات د یاد وزارت د انرژي له معین سره شریک کړل.

د انرژي ښاغلي معین، د یاد معینیت د کارمندانو د نظریاتو له اوریدو وروسته پر صادقانه خدمت رسونې او د انرژي په برخه کې د هېواد پر ځان بسیاینې باندې ټینکار وکړ او  او د انسانانو د ژوند په بېلا بېلو برخو کې د انرژي ارزښت خورا مهم او ارزښتناک وباله.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

کابل ولایت کې د خنکوټ او د فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري بشپړه شوه

د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د اوبو ټولنو د ګټې اخیستونکو په مرسته د کابل ولایت د چهار آسیاب ولسوالي په قلعه مسلم سیمه کې د خنکوټ او فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۰
Background image

بادغیس ولایت کې د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د قلعه نو – بادغیس سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو او ورسره مل ولایتي ټاکل شوي پلاوي د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۷
Background image

ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند چارې کابو ۱۵ سلنه بشپړې شوې دي

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu