د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د پکتیکا ولایت له مشرانو سره وکتل

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۹ - ۱۶:۴۰
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم ملا عبداللطیف منصور د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالي له مشرانو سره وکتل او د هغه ولایت د خلکو د اوبو او برېښنا د ستونزو په هکله یې خبرې وکړې.

په دغه لیدنه کې، د نوموړې ولسوالي مشرانو خپلې ستونزې د اوبو او انرژي له سرپرست وزیر سره شریکې کړې او په هغه ولسوالي کې یې د اوبو او انرژي پروژو د پلي کولو غوښتنه وکړه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر هغوی ته ډاډ ورکړ، چې د شته امکاناتو او متوازن انکشاف په پام کې نیولو سره به د دوی ستونزو ته رسیدګي وشي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۲:۱۵
Background image

د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره د سلما بند د اوبو د خوشې کولو په موخه ناسته ترسره شوه

دغه ناسته د لاندنې هریرود سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم مولوي سردار عزیزي تر مشري لاندې د دغه ریاست د تخنیکي مسؤلینو، د هریرود د مسیر ولسوالیو د استازو او د اوبو د ګټې اخیستونکې ټولنې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۲:۱۲
Background image

بغلان ولایت کې د هغو کانالونو د پاکاري او ویجاړیو ته د رسېدنې چارې روانې دي، چې د وروستیو سېلابونو له کبله له رسوباتو څخه ډک شوي دي

بغلان ولایت کې د هغو کانالونو د پاکاري او ویجاړیو ته د رسېدنې چارې چې د وروستیو سېلابونو له کبله له رسوباتو څخه ډک شوي دي، د بغلان سیندیزې فرعي حوزې ریاست تر څارنې لاندې روانې دي.

د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۲:۶
Background image

خوست ولایت کې د سطحي او ځمکې لاندې اوبو کچه لوړه شوې ده

د شمل – خرم سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو په دغه ولایت کې د ۳۸ کړیو څارنیزو څاګانو څخه ارقام راټول او همدارنګه د سټيشنونو د حفظ او مراقبت ترڅنګ یې له ۲ پایو سټاف ګیچونو څخه د رسوباتو. . .

بیرته تګ

User account menu