د انرژي زونونو د کارمندانو لپاره د وړتیا لوړولو ښوونیز سمینار د انرژي معینیت د غونډو په تالار کې ترسره شو

mew-admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۰ - ۱۷:۵۳
1

یاد سمینار د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د وزارت د مقام د دفتر عمومي رئيس او د انرژي معینیت وارسي کوونکی ښاغلي قاري محمد عبدالعزیز عزیز، مالي او اداري عمومي رئيس ښاغلي الحاج محمد الدین نیازي ، رئيسانو، سلاکارانو، تخنیکي انجنیرانو، آمرینو او د انرژي زونونو د کارمندانو په ګډون ترسره شو.

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي مجیب الرحمن عمر آخندزاده د دې ښوونیز سمینار په پرانیست غونډه کې د دې ښوونیزو سمینارونو ترسره کول د معاصرو علومو د زده کړې؛ او په هېواد کې د انرژي د مدیریت او پراختیا په برخه کې ور څخه ګټه اخیستنه اغیزمنه و بلله.

همدارنګه د دفتر عمومي رئيس او د انرژي معینیت وارسي کوونکی ښاغلي قاري محمد عبدالعزیز عزیز په دې سمینار کې د هېواد د آبادۍ په لار کې د رښتیني خدمتونو د ترسره کولو د اهمیت او د افغانستان اسلامي امارت د نظام د پیاوړتیا په هکله خبرې وکړې او د انرژي زونونو آمرینو او کارمندانو باندې یې ټینګار وکړ چې له دې سمینار څخه په ښه توګه ګټه واخلي.

په ورته مهال، مالي او اداري عمومي رئيس ښاغلي الحاج محمدالدین نیازي ملت ته د رښتیني خدمت ترسره کول او د اسلامي نظام ساتنه د اسلامي امارت د مسؤلینو له اړینو مسؤلیتونو څخه وګڼل.

د یادولو وړ ده، چې دغه ښوونیز سمینار د انرژي زونونو د آمرینو او کارمندانو لپاره د دریو ورځو لپاره په پام کې نیول شوی، چې د ترسره کولو موخه يې د انرژي زونونو مسؤلینو ته د هغو تخنیکي وسایلو ښوونه ده چې د وزارت له لوري نوي پېرل شوي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۴:۵۱
Background image

فاریاب ولایت کې د ینګي زرغون سټيشن د تحکیماتو پروژه د نږدې دوه میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالي کې د ینګي زرغون سټیشن د تحکیماتو پروژه د څه باندې ۱.۸ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او د شیرین تګاب – میمنې سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي محي الدین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

د لغمان پوهنتون ۱۳۰ تنه زده کړیالانو ته د اوبو کچې د اندازه کولو، د هایدرولوژي سټیشنونو د فعالیت او د اوبو تأسیساتو په هکله معلومات وړاندې شول

د لغمان سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لغمان پوهنتون د انجنیري پوهنځي د درېیم کال ۱۳۰ تنه زده کړیالانو ته د اوبو کچې د اندازه کولو، د هایدرولوژي سټیشنونو د فعالیت او د اوبو تأسیساتو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۴:۱۳
Background image

د اوبو او انرژي وزارت د خپرنیز ارګان (اوبۀ او انرژي) مجلې ۳۳ ګڼه د چاپ په ګاڼه سمبال شوه

د اوبو او انرژي وزارت د اطلاعاتو او نشراتو ریاست له لوري د دغه وزارت د خپرنیز ارګان (اوبۀ او انرژي) مجلې ۳۳ ګڼه نوې له چاپه راووته.

په دغه مجله کې په مرکز او ولایتونو کې د دغه وزارت. . .

بیرته تګ

User account menu