د انرژي د سپما او اغېزمنتیا په هکله د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د عامه پوهاوي برنامه وړاندې شوه

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۰:۱۵
1

په دغه برنامه کې د انرژي د سپما د مناسبو ‌لارو، چارو په هکله د شهیدانو او معلولینو چارو د وزارت له کارمندانو سره اړین معلومات شریک شول.

همدارنګه د برنامې په دوام کې د اوبو او انرژي وزارت د پایدارې انرژي د عمومي ریاست تر چتر لاندې د انرژي د اغېزمنتیا او ساتنې ریاست کارمندانو هر یو انجنیر منصور الرحمن عبدالحی د انرژي د اغېزمنتیا آمر، اسماء الله مجدي د انرژي اغېزمنتیا د عامه پوهاوي کارپوه او انجنیر صدیق الله ځلاند د انرژي د اغېزمنتیا اقتصادي کارپوه د پریزنټېشن په وړاندې کولو سره په بشپړه توګه د انرژي مدیریت، د انرژي د سرچینو ساتنې، چاپیریال ساتنې، د انرژي د سپما ارزښت او د سپما تګلارې اړوند معلومات ګډونوالو ته ورکړل او د یادې برنامې د وړاندې کولو موخه یې له انرژي څخه په سمه توګه ګټه اخیستنه او عامه پوهاوی وباله.

د یادونې وړ ده، چې د انرژي سپما د عامه پوهاوي برنامې د اقتصادي کمېسیون د 20/9/1445 نېټې د 13 ګڼې مصوبې دوهم بند د تحقق په موخه له پلان سره سم د اوبو او انرژي وزارت له خوا مخکې له دې په څو وزارتونو کې ترسره شوې او په راتلونکي کې به هم دوام ومومي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۵:۸
Background image

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس د سرخاب ذخیروي بند څخه لیدنه وکړه

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د محمد آغې ولسوالي اړوند د سرخاب ذخیروي بند څخه لیدنه وکړه.

نوموړی بند چې له پخوانیو بندونو څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۲:۲۴
Background image

د غور ولایت د پوزه لیچ  –  سیاه سنګ عمومي کانال د اوبو ټولنې په ناسته کې د هغه د پاکاري بهیر د پيل په هکله خبرې وشوې

دغه ناسته د پورتني هریرود- غور سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا رحمت الله اماني تر مشري لاندې د ولایت مقام د استازي، د نوموړي کانال د اوبو ټولنې د رئيس او غړو، د ګذر  وکیلانو او یو شمېر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۲:۱۶
Background image

فاریاب ولایت کې له سیند څخه د خپل سرو شګو را اېستلو له بهیر څخه مخنیوی وشو

د شیرین تګاب – مینې سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو د شیرین تګاب ولسوالي د تیاغ کلي له سیند څخه د خلکو له لوري د خپل سرو شګو را اېستلو له بهیر څخه مخنیوی وکړ.

د یادونې وړ ده، چې د اوبو د. . .

بیرته تګ

User account menu