د اقلیم بدلون تخنیکي څانګه د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو سرچینو په ریاست کې رامینځ ته کیږي.

tajuddeen
چهارشنبه ۱۳۹۷/۱۱/۱۷ - ۸:۴۴
mew


دا موضوع د اوبو او انرژۍ وزات مرستیال ښاغلي انجنیر خان محمد تکل د FAO دفتر انجنیرانو او متخصصینو سره په کتنه کې، پداسې حال کې چې د اوبو سرچینو او هایدرو جیالوژۍ رییسانو او د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو سرچینو متخصص ښاغلی انجنیر طیب برومند حاضر وو بیان کړه.
دا غونډه د افغانستان د اوبو سکټور لپاره څنګه کیدای شي د یخنۍ موسمی فنډونو ته رسیدلو په موخه جوړه شوې وه.
د اوبو او انرژۍ مرستیال ښاغلي انجنیر خان محمد تکل د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د اقلم د بدلون په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، د اقلیم بدلون د حساسیت په خاطر به د اوبو د سرچینو د ریاست چوکاټ کې، د اوبو او بریښنا وزارت به د اقلیم بدلون بدلولو تخنیکي څانګه جوړه کړي.
په دوام یې د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال، د اوبو سرچینو ریاست ته لارښوونه وکړه،ترڅو ته د اقلیم بدلون لپاره څو پروپوزله چمتو کړي او د د FAO دفتر ته دې وسپاري.
وروسته، د اوبو سرچینو متخصص، انجنیر طیب برومند، د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو د سرچینو مدیریت په کابل کې د اقلیم بدلون تر عنوان لاندې د معلوماتو یوه مجموعه د FAO د دفتر متخصصینو د مطالعې په موخه ورکړه.
په پای کې، د FAO دفتر کارپوهانو ژمنه وکړه چې د اوبو او بریښنا وزارت سره به تخنیکي همکارۍ ته ادامه ورکړي ترڅو د اوبو او انرژۍ وزارت د اقلیم بدلون لپاره مالي سرچینو ته لاسرسي ومومي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۹:۵۳
Background image

په غزني ولایت کې د شینکي ۹ کاریز د چکډيمونو د پروژو چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۲/۲۶ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۱۹ هـ ل

د غزني ولایت په ګیلان ولسوالي کې د شینکي ۹ کاریز د چکډیمونو د پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه.

د یادې پروژې چارې چې د اوبو او انرژي وزارت له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۹:۱۳
Background image

په لوګر ولایت کې د شولک چکډیم پروژې چارې ۷۵ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۲/۲۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۱۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت د مرکز اړوند د شولک چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې چارې، چې د اوبو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۶:۲۱
Background image

د اوبو او انرژي وزارت او د جاپان د پي اېم اېس مؤسسې ترمنځ د یو شمېر پروژو هوکړه لیک لاسلیک شو

۱۴۰۵/۵/۱۳ هـ.ش | ۱۴۴۸/۲/۲۰ هـ.ق

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب د جاپان د پي اېم اېس مؤسسې له استازي سره د اوبو اړوندو پروژو د تمویل او پلي کولو په موخه، د. . .

بیرته تګ

User account menu