د افغانستان انرژۍ سکټور ته د آلمان د همکارۍ ژمنې.

mew-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۴/۴ - ۸:۴۹
اخبار

ښاغلی توماس فیدیکر، د آلمان د نړیوالې پراختیا وزارت او د اقتصادي همکاریو کمیشنر، د ښاغلی انجنیر محمد ګل خُلمی د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست سره د یوې غونډې په ترڅ کې د افغانستان د انرژۍ سکټور فعالیتونو په اړه خبرې اتری وکړې.
ښاغلی توماس فیدیکر د بدخشان ولایت کې د شورابک برښنا د تولید دستګاه پروژه د پرمختګ کار اغېزمن وباله او وې ویل: اوس د دی بند کار 62٪ وده کړې هغه زياته کړه د BMZ، GIZ او KFW دفترونه د اوبو او انرژۍ وزارت سره د افغانستان انرژۍ په سکتور کې د ارزښتناکو فعالیتونو سره همغږي کوي.
په ورته وخت کې ښاغلی انجنیر محمد ګل خُلمی د اوبو او انرژۍ وزارت، په افغانستان کې د آلمان دولت فعالیتونو څخه د مننه ترڅنګ وې ویل: بې له شکه د آلمان هیواد د اوبو او انرژۍ په وزارت کې او په ځانګړې توګه د انرژۍ په سکتور کې د زموږ تلپاتې همکاران دی.
موږ د ظرفیت لوړولو په سکټور، د برښنا تنظیم کولو اداره او د اوبو او انرژۍ وزارت د روزنې مرکز سره د همکاریو دوام غوښتنه کې یو.
په پای کې دواړو لوریو په ګډو همکاریو تداوم ټینګار وکړ

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۹:۵۳
Background image

په غزني ولایت کې د شینکي ۹ کاریز د چکډيمونو د پروژو چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۲/۲۶ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۱۹ هـ ل

د غزني ولایت په ګیلان ولسوالي کې د شینکي ۹ کاریز د چکډیمونو د پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه.

د یادې پروژې چارې چې د اوبو او انرژي وزارت له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۹:۱۳
Background image

په لوګر ولایت کې د شولک چکډیم پروژې چارې ۷۵ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۲/۲۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۱۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت د مرکز اړوند د شولک چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې چارې، چې د اوبو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۶:۲۱
Background image

د اوبو او انرژي وزارت او د جاپان د پي اېم اېس مؤسسې ترمنځ د یو شمېر پروژو هوکړه لیک لاسلیک شو

۱۴۰۵/۵/۱۳ هـ.ش | ۱۴۴۸/۲/۲۰ هـ.ق

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب د جاپان د پي اېم اېس مؤسسې له استازي سره د اوبو اړوندو پروژو د تمویل او پلي کولو په موخه، د. . .

بیرته تګ

User account menu