د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزیر له ترکي پانګوالو سره په دریو سترو پروژو کې د پانګونې په هکله خبرې، اترې وکړې

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۲:۳۴
1

۸/۱۰/۱۴۰۴ هـ ل

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د کوتای انسات یوه ترکي شرکت له مسؤلینو سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، د نوموړي شرکت مسؤلینو د اوبو او برېښنا بندونو جوړولو په پروژو او همدارنګه د اوبو رسولو په پروژو کې د پانګونې لپاره لېوالتیا څرګنده کړه.

د اوبو او انرژي وزیر د اوبو په سکتور کې د نوموړي شرکت د پانګونې لېوالتیا د هرکلي ترڅنګ، هغوی ته د پانګونې په موخه د ګمبیري اوبولګولو او برېښنا د تولید بند پروژه، له صیاد څخه تر نوي کابل پورې د اوبو رسولو پروژه او له للندر شاتوت څخه تر کابل پورې د اوبو رسولو پروژه وړاندیز کړه.

محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د اوبو او انرژي وزارت له لوري په دغو پروژو کې د پانګونې لپاره د اړینو آسانتیاوو د چمتوکولو په برخه کې د هر اړخیزو همکاریو د ډاډ ترڅنګ، ټینګار وکړ چې د نورو چمتووالو تر لاس لاندې نیولو په موخه، د دواړو لورو ترمنځ دې تخنیکي ناستې ترسره شي.

په ورته مهال، ترکي پانګوالو هم د تخنیکي څېړنو او د پانګونې د نورو پړاوونو د پرمخ وړلو لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ او له اوبو او انرژي وزارت سره یې د همکاریو پر دوام ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۲:۱۵
Background image

د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره د سلما بند د اوبو د خوشې کولو په موخه ناسته ترسره شوه

دغه ناسته د لاندنې هریرود سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم مولوي سردار عزیزي تر مشري لاندې د دغه ریاست د تخنیکي مسؤلینو، د هریرود د مسیر ولسوالیو د استازو او د اوبو د ګټې اخیستونکې ټولنې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۲:۱۲
Background image

بغلان ولایت کې د هغو کانالونو د پاکاري او ویجاړیو ته د رسېدنې چارې روانې دي، چې د وروستیو سېلابونو له کبله له رسوباتو څخه ډک شوي دي

بغلان ولایت کې د هغو کانالونو د پاکاري او ویجاړیو ته د رسېدنې چارې چې د وروستیو سېلابونو له کبله له رسوباتو څخه ډک شوي دي، د بغلان سیندیزې فرعي حوزې ریاست تر څارنې لاندې روانې دي.

د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۲:۶
Background image

خوست ولایت کې د سطحي او ځمکې لاندې اوبو کچه لوړه شوې ده

د شمل – خرم سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو په دغه ولایت کې د ۳۸ کړیو څارنیزو څاګانو څخه ارقام راټول او همدارنګه د سټيشنونو د حفظ او مراقبت ترڅنګ یې له ۲ پایو سټاف ګیچونو څخه د رسوباتو. . .

بیرته تګ

User account menu