د۱۳۹۸کال د بیا کتنی د تشکیل غونډه

mew-admin
شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۲۵ - ۹:۸
mew

د۱۳۹۸کال د بیا کتنی د تشکیل غونډه د اوبو او انرژی وزارت کی مالی او اداری مرستیال ښاغلی الماس زاخیلوال په ګډون، د جمهوری ریاست د تشکیلاتو رییس ښاغلی وحید شکیب، د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو تشکیلاتی رییسه ښاغلۍ نظیفه جامی، د اوبو او انرژی رییسان د اوبو او انرژی په وزارت کی په لاره واچول شو.
په دغه غونډه کی د بدلون په راوستولو، زیاتوالی، د ریاستونو نومونو د تنقیص بدلون او د نویو ریاستونو ډیروالی په اړه بحث وشو، د اوبو او انرژی وزارت د منابع سرچینو رییس ښاغلی سید داود فضلی د اجرا شوو فعالیتونو په اړه معلومات وړاندی کړل.
د اوبواو انرژی وزارت مالی او اداری مرستیال ښاغلی الماس زاخیلوال په اړه یی وویل: د اوبو او انرژی وزارت تشکیل له مخکی کلونو څخه ورته بیا کتنه نده شوی، اړینه ده چی په ۱۳۹۸ کال کی یو سه بدلونه را ښکاره شی.
ښاغلي زاخېلوال زیاته کړه چې د وړ مسلکي متخصصینو استخدامولو له لارې د وړتیا او د کیفیت کچه لوړول. د کاري کیفیت د کچې لوړولو له لارې موږ به د اوبو او انرژی وزارت د ماموریت او اهدافو کی بریالی عمل وکړو.
وروسته د غونډې غړو خپل نظرونه او وړاندیزونه وړاندې کړل، او پریکړه وشوه چې د اوبو او انرژی د معینیت په مرسته او اړوند رییسان، د بیاکتنې پروسه به تیز او وروستي شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۹:۵۳
Background image

په غزني ولایت کې د شینکي ۹ کاریز د چکډيمونو د پروژو چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۲/۲۶ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۱۹ هـ ل

د غزني ولایت په ګیلان ولسوالي کې د شینکي ۹ کاریز د چکډیمونو د پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه.

د یادې پروژې چارې چې د اوبو او انرژي وزارت له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۹:۱۳
Background image

په لوګر ولایت کې د شولک چکډیم پروژې چارې ۷۵ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۲/۲۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۱۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت د مرکز اړوند د شولک چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې چارې، چې د اوبو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۶:۲۱
Background image

د اوبو او انرژي وزارت او د جاپان د پي اېم اېس مؤسسې ترمنځ د یو شمېر پروژو هوکړه لیک لاسلیک شو

۱۴۰۵/۵/۱۳ هـ.ش | ۱۴۴۸/۲/۲۰ هـ.ق

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب د جاپان د پي اېم اېس مؤسسې له استازي سره د اوبو اړوندو پروژو د تمویل او پلي کولو په موخه، د. . .

بیرته تګ

User account menu