داوبو او انرژۍ وزارت معین ښاغلی انجنیر خان محمد تکل د دغه وزارت د یو شمیر متخصیصینو سره د پروان او کاپیسا ولایتونو ته د اوبو د وضعې د بررسی کولو لپاره دغه ولایتونو ته سفر وکړ.

tajuddeen
شنبه ۱۳۹۷/۱۱/۲۰ - ۱۱:۱۶
mew


د اوبو او انرژۍ وزارت معین لومړی د پروان له محترم والﻱ فضل الدین اعیار سره ولیدل، دپروان والﻱ محترم معین او ورسره تللﻱ پلاوﻱ ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دغه وزارت د پروژو دفعالیتونو څخه مننه وکړه او د سولر پمپ د لنډ مهالو پروژو په تطبیق ﻱې تینگار وکړ.
ښاغلﻱ معین په همدې اړه دپروان دسیند فرعﻱ حوزې رییس ته لارښوونه وکړه ،ترڅو دسولر پمپ پروژې لومرۍ مرحله پیل او د دغه پروژې طرحه جوړه کړﻱ .
ښاغلﻱ معین همدارنگه زیاته کړه داوبو او انرژۍ وزارت دکابینې د هغې پریکړې په اساس چې دکانالونو پرځای دپیپونو طرحه جوړه کړي اوپه نږدې راتلونکې کې داراضې عالي شورا او محیط زیست ته وسپاري .وروسته د دغه وزارت متخصیصینو دپروان ولایت محترم والی څخه وغوښتل چې په یاد ولایت کې دغه وزارت سره دپروژو په پلي کولو کې مرسته وکړي چې والي په اړه دمرستی ژمنه وکړه او داوبو او انرژۍ وزارت تللي پلاوي ددغه غونډې په څنگ کې د دغه ولایت د اوبو دتاسیساتو چې، دواتر پمپ دستگاوې، کانالونه او سربندونه پکې شامل وو لیدنه وکړه .وروسته داوبو او انرژۍ وزارت پلاوی کاپیسا ولایت ته سفر وکړ.
اودکاپیسا دمحترم والی عبدالطیف مراد سره يې ولیدل ،محترم والی داوبو اوانرژی وزارت ا ورسره تللې پلاوي ته دښه راغلاست ترڅنگ ددغه وزارت دڅلورو تکمیل شویو پروژو چې څلور سیندونه پکې شامل دي اشاره وکړه.اودصیاد سیند دتحکیم کارۍ غوښتنه يې وکړه، په همدې حال کې داوبو او انرژۍ وزارت معین ښاغلي خان محمد تکل دکاپیسا اویو شمیر نورو ولایتونو دعملي شویو پروژو یادونه وکړه او ويې ویل داوبو او انرژۍ وزارت دی ته ژمن دی ترڅو دافغانستان په هره برخه کې انکشافی پروژې پلی کړي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۹:۵۳
Background image

په غزني ولایت کې د شینکي ۹ کاریز د چکډيمونو د پروژو چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۲/۲۶ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۱۹ هـ ل

د غزني ولایت په ګیلان ولسوالي کې د شینکي ۹ کاریز د چکډیمونو د پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه.

د یادې پروژې چارې چې د اوبو او انرژي وزارت له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۹:۱۳
Background image

په لوګر ولایت کې د شولک چکډیم پروژې چارې ۷۵ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۲/۲۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۱۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت د مرکز اړوند د شولک چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې چارې، چې د اوبو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۶:۲۱
Background image

د اوبو او انرژي وزارت او د جاپان د پي اېم اېس مؤسسې ترمنځ د یو شمېر پروژو هوکړه لیک لاسلیک شو

۱۴۰۵/۵/۱۳ هـ.ش | ۱۴۴۸/۲/۲۰ هـ.ق

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب د جاپان د پي اېم اېس مؤسسې له استازي سره د اوبو اړوندو پروژو د تمویل او پلي کولو په موخه، د. . .

بیرته تګ

User account menu