بدخشان ولایت ته د ۶۳۱ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت د برښنا رسونې پروژې قرارداد لاسلیک شو.

mew-admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۵/۲ - ۸:۴۱
اخبار

د خصوصی او عامه ګډون له لاری د مالیی وزارت او د آغا خان پراختیایي بنسټ ترمنځ بدخشان ولایت ته د ۶۳۱ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت د برښنا رسونې پروژې قرارداد د خصوصی او عامه ګډون له لاری پرون د چنګاښ میاشتې په ۳۱ مه نېټه لاسلیک شو.
د قرارداد لاسلیکولو په مراسمو کې د مالیې وزارت سرپرست ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ښاغلی انجنیر محمد گل خُلمی او اغاخان پراختیایي بنسټ اجرائیوي رئیس ښاغلي لطاف کاسم، د افغانستان برښنا شرکت عمومي رئیس ښاغلي امان الله غالب، په ولسي جرګه کې د بدخشان ولایت د خلکو استازو او نور چارواکي ګډون کړی وو.
د مالیې وزارت سرپرست د قرارداد لاسلیکولو په اړه وویل:" بدخشان ولایت ته د برښنا رسونې په پروژه کې د لېږد کرښې جوړښت، د تولید او وېش شبکې او د دې ولایت په ټولو ولسوالیو کې د اوبو برښنا پراخول شامل دي."
نوموړي زیاته کړه:" په ټولیزه توګه نوموړې پروژه کې د ۹۱ میګاواټه برښنا تولید، د ۱۱۰ کلیو ولټه برښنا لېږدولو کرښه او د بدخشان ولایت ټولو ولسوالیو ته د برښنا وېشل شامل دي، چې د عامه او خصوصي مشارکت له لارې پلي کېږي.

په ورته وخت کې د اغاخان بورډ اجرائیوي بورډ رئیس وویل:" بدخشان ولایت ته د برښنا رسونې پروژې پلي کول، د دې ولایت د خلکو اړتیاوو پوره کولو ترڅنګ په نورو بنسټیزو سکټورونو هم اغېز لري. موږ غواړو د افغانستان له حکومت سره په ګډه دغه پروژه پلي کړو.
د یادونې وړده، چې د دې پروژې د قرارداد موده ۳۰ کاله ده او په څو پړاوونو کې به پلي شي او هر پړاو یې اووه کاله نیسي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۹:۵۳
Background image

په غزني ولایت کې د شینکي ۹ کاریز د چکډيمونو د پروژو چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۲/۲۶ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۱۹ هـ ل

د غزني ولایت په ګیلان ولسوالي کې د شینکي ۹ کاریز د چکډیمونو د پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه.

د یادې پروژې چارې چې د اوبو او انرژي وزارت له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۹:۱۳
Background image

په لوګر ولایت کې د شولک چکډیم پروژې چارې ۷۵ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۲/۲۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۱۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت د مرکز اړوند د شولک چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې چارې، چې د اوبو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۶:۲۱
Background image

د اوبو او انرژي وزارت او د جاپان د پي اېم اېس مؤسسې ترمنځ د یو شمېر پروژو هوکړه لیک لاسلیک شو

۱۴۰۵/۵/۱۳ هـ.ش | ۱۴۴۸/۲/۲۰ هـ.ق

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب د جاپان د پي اېم اېس مؤسسې له استازي سره د اوبو اړوندو پروژو د تمویل او پلي کولو په موخه، د. . .

بیرته تګ

User account menu