خوست ولایت کې د غونډ میلې چکډم د جوړېدو د پروژې چارې د نږدې دوه نیم میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

mew-admin
4

د خوست ولایت د باک ولسوالي اړوند د غونډ میلې چکډم د جوړېدو د پروژې چارې د دوه میلیونه، څلورسوه او څلور نوي زره(۲۴۹۴۰۰۰) افغانیو په ارزښت د شمل- خرم سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقیوم ثابت، د باک ولسوال محترم مولوي نقیب الله تحسیني او یو شمېر نورو سیمه ییزو مسؤلینو او قومي مشرانو په شتون کې پیل شوې.

د شمل- خرم سیندیزې فرعي حوزې رئيس د دغه چکډم د جوړېدو په پرانیست غونډه کې د هغه د ارزښت په هکله خبرې وکړې او ویې ویل چې دغه چکډم د ۳۰ متره اوږدوالي او ۶متره په جګوالي سره جوړېږي.

همدارنګه، ښاغلي ثابت د دغې پروژې د قراردادي شرکت له مسؤلینو څخه و غوښتل چې چارې یې په ښه کیفیت او ټاکل شوي وخت سره ترسره کړي.

د دغې پروژې د چارو په بشپړېدو سره به ۱۰ زره متره مکعبه اوبه ذخیره او په کلني ډول به شاوخوا ۲۵ زره متره مکعبه اوبه د ځمکې لاندې اوبو په ذخیره کې اضافه شي او ګڼې کرنیزې ځمکې به د سیلابونو له ویجاړیو څخه خوندي شي.

د یادې پروژې چارې د اوبو او انرژي وزارت په مالي لګښت د یوه داخلي شرکت له لوري پرمخ وړل کېږي چې پکې لسګونو کسانو ته د کار زمینه چمتو شوې ده.

User account menu