په سمنګان ولایت کې د دریو چکډمونو د جوړولو چارې د ۸.۶ میلیون افغانیو په ارزښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

mew-admin
1

د سمنګان ولایت په مرکز ایبک ښار کې د بچه دره، د یاد ولایت په خرم او سارباغ ولسوالي کې د ده اصل او په حضرت سلطان ولسوالي کې د کوکجر چکډمونو د جوړولو چارې بشپړې او د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئیس محترم انجنیر رفیع الله مجتبی، د خلم ایبک سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم ملا عمر انس، د سمنګان ولایت مقام د استازي محترم قاري درویش او یو شمیر مخورو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د نوموړو چکډمونو د جوړولو چارې د ۸.۶ میلیون افغانیو په ارزښت د اوبو او انرژي وزارت په مالي لګښت د دوو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د یادونې وړ ده، چې نوموړي چکډمونه د ځمکې لاندې اوبو سرچینو د پیاوړتیا، د موسمي سیلابونو د کنترول او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه جوړ شوي دي او همدارنګه به یې ۶۰۰ کورنۍ هم  له اوبو څخه ګټه پورته کړي.

User account menu