د کابل ولایت د ګلدرې ولسوالي د قول افغان نمبر1 چکډم چارې 65 سلنه بشپړې شوې دې

mew-admin
4

د منځني کابل سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د کابل ولایت د ګلدرې ولسوالي د قول افغان نمبر1 چکډم د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او د چارو د غوره ترسره کولو په موخه یې اړوندو مسئولینو ته اړینې سپارښتنې وکړې.

د یادونې وړ ده، چې نوموړی چکډم د دوه(2) میلیون افغانیو په ارزښت د افغانستان اسلامي امارت په مالي لګښت سره جوړېږي، چې د چارو په بشپړېدو سره به یې 45 هکتاره کرنیزې ځمکې او ګڼ شمیر د استوګنې کورونه د سیلابونو له ګواښ څخه خوندي شي او د ځمکې لاندې اوبو په پیاوړتیا کې به هم رغنده رول ولري.

User account menu