د لغمان د عبدالرحیمزي کانال بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

MEW-Media
۷۷

دغه پروژه د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا او د نړيوال بانک په مالي مرسته د کرنیزو ځمکو خړوبولو، د موسمي سیلابونو مخنیوي او خلک ته د کارموندنې په موخه په لغمان ولایت کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د عبدالرحیمزي کانال به د 20 زرو هکټارو په شاوخوا کې کرنیزه ځمکه خړوبوي او 5 زره کورنۍ به ترې ګټه پورته کوي.

د یادونې وړ ده چې اوسمهال د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا په لغمان ولایت کې د شاهي کانال چارې په چټکۍ روانې دي چې په ټاکلې نيټه به بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره

User account menu