د پوهاوي پیغام⚠🚿📢💭🚦

mew-admin
1

د 1403 لمریز کال د زمري له 28 نېټې څخه تر 30 نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځينې ځایونو کې د اوبو د کچې د لوړوالي او د سېلابونو د راوتلو اټکل.

📡🌐 د هایدرومټیورولوژیکي سټېشنونو د بارانونو تحلیل او تجزیې، د اقلیمي بدلون منفي اغیزو، د هېواد د هوا پېژندنې ادارې او د نړیوالو هوا پیژندنې ارګانونو د وړاندوینو له مخې د هېواد په ځينو برخو کې د نسبتاً تیزو بارانونو له امله د سيلابونو راوتلو اټکل کړی چې د دغه ناڅاپي اورښتونو او سیلابونو راوتلو ډېر اټکل د (کابل او هلمند) سينديزو حوزو کې شوی دی.

🎡 په ذکر شوو نېټو کې د سېلابونو د راوتلو احتمال د بارانونو او واورې د وېلې کېدلو او د اوبو د کچې لوړوالي په ځانګړې توګه د (پنجشیر، غوربند، لوگر، میدان وردک، غزنی، کنر، لغمان، پکتیا، خوست، پکتیکا، زابل او کندهار) سیندونو پر لاره او د ذکر شوو ځایونو په ځینې سیلبرونو کې شتون لري.

👮👥   په همدې اساس له ټولو هغو هېوادوالو څخه چې د نوموړو سیندونو پر غاړو کې استوګن دي، په ډېر درنښت هیله کیږي، چې له یادې موضوع څخه ځانونه خبر کړي او د سېلاب د راوتلو په ترڅ کې د سیند د غاړو اړوند او هغه خلک چې په لاندینیو سیمو کې ژوند کوي خبر کړي، تر څو د ځان او خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره د سیندونو په غاړو کې له هر ډول تګ او راتګ څخه ډډه وکړي او د انساني او مالي زیانونو څخه مخنیوی وشي.

يادونه: د سېلاب تر خطر لاندې سيمې په نقشه کې په نښه شوې دي

نوي اعلانونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۶:۲۱
Background image

د پوهاوي پیغام ⚠️🚿📢💭🚦

د روان ۱۴۰۵ هجري لمریز کال د تلې د میاشتې له ۲۰ نېټې څخه تر ۲۲ نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځينو ځایونو کې د اوبو د کچې د لوړوالي او د سېلابونو د راوتلو اټکل.

📡🌐 د اقلیمي بدلون . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۴۸
Background image

اطلاعیه تصمیم اعطای قرارداد

بدین وســیله به تاسی از قانون عقود به اطلاع عموم رسـانیده میشود، وزارت آب و انرژی در نظر دارد، پروژه حفظ و مراقبتی کانال های تخریب شده (رباط؛ کمانگران؛ دشت فرغامنج؛ ترنگ؛ محله خشدریو؛ . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۰:۲۱
Background image

اطلاعیه تصمیم براعطای قرارداد

بدینوسیله بتأسی از مواد قانون عقود به اطلاع عموم رسانیده میشود که وزارت آب و انرژی در نظر دارد قرارداد پروژه تهیه و تدارک تعداد (434) قلم لوازم حفظ و مراقبت ضرورت سال مالی 1405 دارای . . .

Back to announcements

User account menu