د بلخ ولایت په شورتپې ولسوالي کې د آمو سیند غاړو د تحکیماتو یوه بیړنۍ پروژه بشپړه او د 2 نورو بیړنیو پروژو چارې روانې دي
د بلخ ولایت د شورتپې ولسوالي په پتلي ایلاق کلي کې د آمو سیند غاړو د تحکیماتو بیړنۍ پروژه بشپړه شوې او په شیخ او بشیرلي کلیو کې د آمو سیند غاړو د تحکیماتو د دوو نورو بیړنیو پروژو چارې روانې دي، چې تر دې دمه د شیخ کلي په پروژې کې د 18 ډکو او د بشیرلي کلي پروژې کې د 20 ډکو چارې بشپړې شوې دي.
نوموړې پروژې د اوبو او انرژي وزارت په مالي لګښت سره ترسره کیږي، چې د چارو په بشپړیدو سره به یې ګڼ شمیر د استوګني کورونه، بڼونه او سلګونه جریبه کرنیزې ځمکې او د نوموړي ولسوالي عمومي سړک د سیلابونو له ویجاړیو څخه خوندي شي.